افغانستاننړۍ

استرالیا د وژل شویو بې ګناه افغانانو کورنیو ته تاوان ورکوی

د استرالیا حکومت په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو له خوا وژل شویو افغان کورنیو ته د تاوان د ورکولو طریقه څرګنده کړې ده.

دا تاوان به هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې په بې ګناه ډول وژل شوي، په برید کې وژل شوي، د وژل شویو د کورنیو غړي دي او یا یې شتمنۍ له منځه تللي دي.

د قربانیانو کورنیو ته د خسارې وړاندیز په 2020 کې د استرالیا د قاضي پاول بریرټن لخوا چمتو شوی راپور کې شوی.

دغه راپور د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د اسټرالیايی ځواکونو له خوا ترسره شوي جنګي جنایتونه په ډاګه کوي چې په پایله کې یې ۳۹ بې گناه افغانان وژل شوي دي.

د دې پروسې د پلي کولو لپاره، د استرالیا حکومت یو وکیل ګماري چې د خسارې ادعاگانی وڅیړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button