نړۍ

نتانیاهو د عدالت د نړیوالې محکمې پریکړه “بې بنسټه” وبلله

د اسراییلو لومړي وزیر په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پوسټ کې لیکلي: “هیڅ حاکم نشي کولی دا تاریخی حقیقت او د اسراییلو قانونی حق رد کړي چې په خپل پلرني کور کې ژوند وکړي.”

په همدې حال کې آن بی سی نیوز راپور ورکړی چې حماس د عدالت د نړیوالې محکمی د پرېکړې هرکلی کړی او له اسرائیلو یې غوښتي چې له اشغال شوې فلسطینی خاورې ووځي.

د عدالت نړيوالې محکمې په يوه حکم کې په لويديځه غاړه او ختيځ بيت المقدس کې د اسرائيلو د مېشت ځايونو جوړول او پراختيا او له اسرائيلو سره د دغو فلسطينی سيمو الحاق او دايمي کنترول غير قانونی بللی دی.

په دغه حکم کې له اسراييلو غوښتل شوي چې د فلسطينی سيمو اشغال پای ته ورسوی او د فلسطينيانو پر وړاندې د «تبعيضی سياستونو» پلي کړي.

د ۱۵ قاضیانو یوې هیئت پرون (جمعه، د جولای ۱۹) یوه بیانیه خپره کړه او ویې ویل چې اسراییل په لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د ځمکې د الحاق، د دایمي کنترول او د استوګنې د تأسیساتو په پلي کولو سره د اشغالګر ځواک په توګه له خپل دریځ څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

خو د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت دغه نظر ناسم او یو طرفه بللی او ردوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button