
د ترکیی د همغږۍ او همکارۍ ادارې (TIKA) د هرات ولایت د حوزوي روغتون د سرطان له څانګې سره د ۵۵ زره دالرو په ارزښت د یو شمېر طبی وسایلو او تجهیزاتو او یو شمېر درملو مرسته وکړه.
د هرات په حوزوي روغتون کې د سرطان د تشخیص او درملنې څانګه له څلورو کلونو راهیسې فعاله ده.
د دغه روغتون د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې په دغه روغتون کې د سرطان د ۲۳۰۰ ناروغانو درملنه شوې ده.