نړۍ

ترامپ له زلنسکی سره د تلیفونی خبرو وروسته: زه به په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوم!

د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ترامپ د سې شنبې په ورځ (دچنگاښ ۳۰) په خپله ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې له زلنسکی سره د تیلفونی له لارې مننه کړې او لیکلي یې دي: د امریکا د راتلونکی ولسمشر په توګه به په نړۍ کې سوله رامنځته کړم‌ او هغه جګړه پای ته ورسوم چې د ډیرو خلکو ژوند یې واخیست او بې شمیره بې ګناه کورنۍ یې ویجاړې کړې.

هغه دغه تلیفونی اړیکه “ډیره ښه” وبلله او زیاته یې کړه: “دواړه اړخونه کولی شي سره یوځای شي او د یوې موافقی خبرې اترې وکړي چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سوکالۍ لپاره لاره هواره کړي.”

ترامپ دا هم ویلي چې په دې تلیفونی اړیکه کې زلنسکی هغه ته د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د وروستي کاندیدا په توګه د انتخابیدو مبارکي وویله او د شنبې په ورځ یې په یوه انتخاباتي ټولنیزه غونډه کې د هغه د ډزو غندنه وکړه.

ترامپ ویلي دي چې که د نومبر د پنځمې ټاکنې وګټي، نو د جنورۍ په میاشت کې به په رسمي توګه د واک تر اخیستو مخکې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

البته، هغه تراوسه د پام وړ توضیحات ندي وړاندې کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button