افغانستاننړۍ

د ۱۳ امریکایی وژل شویو پوځیان دکابل په هوایی ډگر کی څینو کورنیو د ترامپ ملاتړ وکړ

د جمهوري غوښتونکو د ملي کنوانسیون په دریمه شپه د هغو ۱۳ امریکايی پوځیانو کورنیو چې د کابل په هوايي ډګر کې د امریکایانو د وتلو پر مهال ووژل شول، د دونالد ترامپ ملاتړ وکړ.

د۱۴۰۰ کال د وږي د میاشتې په څلورمه نیټه په یوه ځانمرګي برید کې چې داعش خراسان ډلې یې پړه پر غاړه اخیستې وه، لږ تر لږه۱۶۹ افغانان او۱۳ امریکايي سرتیري ووژل شول.

اړونده مقالې

د دغو امریکايی پوځیانو کورنۍ د ویسکانسن په میلواکي ښار کې د جمهوري غوښتونکو د ملي کنوانسیون د ګډونوالو د احساساتو د اورولو لپاره ستیج ته ولاړې او څو تنو یې په اوښکو ا سره خپل نومونه او خاطرې بیان کړې.

د دوی په منځ کې، د امریکا د سمندری ځواکونو نیکول لین جې مور، کریستی شمبلین، چې په چاودنه کې وژل شوې، ویلي چې په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن د دوی قربانیان له پامه غورځولي، دونالد ترامپ شپږ ساعته له خپلې کورنۍ سره و.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button