سیمهنړۍ

د غزی د ښار په مختلفو سیمو سختې بمبارۍ

فلسطینی رسنیو د پنجشنبی په ورځ (دچنگاښ ۲۸مه) د غزی د ښار په مختلفو سیمو داشغالگرو پوځیانو د بې رحمانه بریدونو او بمباریو خبر ورکړ.

د «الجزیری» شبکی خبر ورکړی چې د غزی د ښار په مرکز کې د «الزوایده» ښارګوټی او «النصیرات» کمپ د صهیونیستی پوځیانو د سختو حملو هدف ګرځیدلی دی.

په همدې اساس په الزویده کې د استوګنې په ودانۍ باندې د اشغالگرو عسکرو په حملې کی ۷ فلسطینیان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شول.

له غزی څخه د الجزیری خبریال وايي، د صهیونیستانو د النصیرات په کمپ کی د استوګنې په ودانۍ له حملې وروسته څلور ماشومان او یوه ښځه ژوبل شول.

له بلې خوا د «المیادین» شبکې هم خبر ورکړی، چې د غزی ښار په «حی الدرج» سیمه کې پر یوه کور د اسرائیلو د هوايي برید په پایله کې دوه نجونی شهیدان شوې او څو نور فلسطینیان ټپیان شوي دي.

د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې څخه او په غزی د صهیونیست رژیم د جنایتونو له پیل راهسې تراوسه څه دپاسه ۳۸ زره فلسطینیان شهیدان او څه دپاسه ۸۸ زره ژوبل شوی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button