افغانستان

د انرژۍ او اوبو وزارت د بریښنا د تولید د درییو پروژو هوکره لیک له یوه خصوصی شرکت سره لاسلیک کړ

د لمریزی برېښنا د تولید د دریو پروژو تړون د پنجشنبې په ورځ (دچنگاښ ۲۸) د انرژۍ او اوبو وزارت او یوه خصوصي شرکت ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.

د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست مولوی عبداللطیف منصور دغه پروژې مهمې وبللې او ویې ویل، چې د دغو دریو پروژو په بشپړېدو سره به ۸ میګاواټه برېښنا تولید شي.

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، د ۲۵ میلیونه دالرو په ارزښت دغه درې پروژې به په فراه، ارزگان او پکتیکا ولایتونو کې جوړې شي.

د ياد خصوصي شرکت مسوولين وايي، هڅه کوي چې يادې پروژې په ټاکلي وخت بشپړې کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button