نړۍ

سپینه ماڼۍ: بایدن په کرونا اخته شو

د رسنیو د راپورونو پر بنسټ، بایدن ټاکل شوې وه چې د چهارشنبې په ماښام (۲۷چنگاښ) په لاس ویگاس کې د «یونیدوس یو اس» په نوم کلنی کنفرانس کې وینا وکړي.

د بایدن د وینا د لغوه کیدو خبر په سیمه ایز وخت د ماسپښین شاوخوا 15 بجې اعلان شو کله چې د راپورونو له مخې بایدن د کنفرانس تنظیم کونکو ته په تلیفونی تماس کې وویل چې هغه نه غواړي په خپل شتون سره خلک په خطر کې واچوي.

د دې اونۍ په اوږدو کې، د متحده ایالاتو جمهور رئیس په ټول هیواد کې د غونډو او مطبوعاتی مرکو په ګډون په ډیری تبلیغاتی پیښو کې برخه اخیستې ده،هغه د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د لستر هولت سره د یوې ځانګړې مرکې لپاره ناست و.

په داسی حال کې، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن د امریکایی خبري رسنۍ BET سره په مرکه کې، چې لنډیز یې د چهارشنبې په شپه خپور شو وویل: که چیرې داکتران معلومه کړي چې زه “روغتیا ستونزه” لرم، زه به د ولسمشرۍ د ټاکنو له کمپاین څخه په وتلو غور وکړم.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button