افغانستان

د پاسپورت خدمات درې نوې څانګې په کابل کی پرانیستل شوې

د پاسپورت عمومي رئیس عبدالکریم حسیب په کابل کې د پاسپورت د ویش د دریو نویو مرکزونو د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، چې په دې مرکزونو کې د ښځو او نارینه وو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوي او د دې مرکزونو په پرانیستلو سره به د پاسپورت غوښتونکي خپل پاسپورتونه د یوې اونۍ دننه ترلاسه کوی.

ښاغلي حسیب د اسلامي امارت له مسؤلینو وغوښتل چې د تعرفو د تحویلولو لپاره دې د یادو مرکزونو ترڅنګ د بانکونو د استازو شمېر هم زیات کړي، ترڅو خلک له خنډونو سره مخ نه شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button