افغانستان
د يوې ترافيکی پېښې له امله په بامیان کی شپږ تنه مړه او ټپيان شول
د باميان ولايت د مطبوعاتی دفتر وياند صبور سيغانی وايي، چې د کرولا موتر د بريښنايي پوستې سره د ټکر له امله دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د ښاغلي سیغانی په وینا، دا پېښه پرون (سه شنبی دچنگاښ ۲۶ مه) د دهن اهنګران په سیمه کې چې د دې ولایت مرکز دی، رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې د دې پېښې ټپیان د بامیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.