افغانستان

د وروستي طوفان او سیلابونو د زیانمنو شویو کسانو د وضعیت د څېړلو په موخه د عامی روغتیا وزارت مرستیال ننگرهار ته سفر وکړ

د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوی عبدالوليی حقانی د یو شمېر نورو چارواکو په ملتیا ننګرهار ولایت ته د وروستي طوفان او سېلاب ځپلو د حالت د کتلو په موخه سفر کړی دی.

ښاغلي حقانی د سرخرود ولسوالۍ شاه نصیر اغا او چهارباغ صفای سیمو ته د خپل سفر پر مهال د یادو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو ډاډ ورکړ او نغدي مرستې یې ووېشل.

د يادونې وړ ده، چې په ننگرهار کې د وروستيو توپانونو او سيلابونو له امله د شهيدانو زيات شمېر له همدغو سيمو وو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button