سیمهنړۍ

الیوم بغداد: د درون برید د عراق په لویدیځ کې د عین الاسد اډې باندې

د نړيوالو رسانیو له مخې د عراق په لويديځ كې د الانبار په ولايت كې يوې امنيتي سرچينې د عين الاسد په اډه د بې پيلوټه الوتكو د بريد خبر وركړ.

يادې سرچينې د «بغداد اليوم» خبری آژانس سره په مرکه کې وويل: دوو ځانمرګو بې پيلوټه الوتکو د الانبار ولايت په لويديځ کې د عين الاسد په اډه چې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ائتلاف پوځيان او سلاکاران شتون لري، په نښه کړ.

یادې امنیتی سرچینی ویلي: تر اوسه د بې پیلوته الوتکې د برید د ځای او د احتمالي زیان اوښتو په اړه کره معلومات نشته.

د مقاومت ډلو د غزی د خلکو پرضد د اشغالگرو د جنایتونو او د دغې جګړې د دوام لپاره د امریکا په ملاتړ په غبرګون کې په اشغال شویو سیمو کې د صهیونیستی اشغالگرو پوستې په نښه کړې دی .

دا بریدونه په وروستیو میاشتو کې وروسته له هغې ودرول شول چې د سودان حکومت له عراق څخه د خپلو پوځي ځواکونو د ایستلو لپاره له امریکا سره د خبرو اترو اعلان وکړ؛خبرې اترې چې تر اوسه یې کومه څرګنده پایله نه ده لرلې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button