سیمه

پاکستان د عمران خان د ګوند پر فعالیتونو بندیز لګولی او پر ضد یې د غدارۍ مقدمه ثبتوی

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د دوشنبې په ورځ (دچنگاښ ۲۴) اعلان وکړ چې حکومت پلان لري د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر سیاسی ګوند بندیز ولګوي او د دغه هېواد ستره محکمه به د هغه پر ضد د خیانت تورونه ولګوي.

د رویترز په وینا، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله طرار وویل، د تحریک انصاف د بندیز لګولو اقدام په پاکستان کې د غیرقانونی سرچینو څخه د بهرنیو پیسو د ترلاسه کولو او د تیر کال د هغه د ملاتړو لخوا د یو بغاوت چې پوځي تاسیسات یې په نښه کړي و.

هغه وويل: ” فدرالی دولت به د پاکستان د تحريک انصاف د فعاليتونو د بنديز لپاره مقدمه پورته کړي.”

ښاغلي طرار زیاته کړه چې حکومت به د پاکستان د اساسي قانون پر اساس د غدارۍ په تور د عمران خان او پخواني ولسمشر عارف علوي پر ضد هم سترې محکمې ته قانوني ریفرنس وړاندې کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button