افغانستان

په ننګرهار کې طوفان او سخت باران ۳۵ تنه وژلي او ۲۳۰ نور یې ټپیان کړي دي

د ننگرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار او یو شمېر نورو ولسوالیو کې تېره ورځ ماښام مهال د طوفان او سخت باران له امله د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۳۵ تنه مړه او ۲۳۰ نور ټپیان شوي دي.

کونړ، بدخشان، پنجشیر او کاپیسا ولایتونه هم د سختو بارانونو او سیلابونو شاهدان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کونړ، بدخشان، پنجشیر او کاپیسا په ګډون د هېواد یو شمېر نور ولایتونه هم د بارانونو او سیلابونو شاهدان وو.

د کونړ ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزی رياست اعلان کړى، چې په دغه ولايت کې د بارانونو او سېلابونو له امله د يوه سړي، دوو مېرمنو او دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه پنځه تنه مړه شوي او خلکو ته ډېر زيانونه اوښتي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button