د یمن د انصارالله غورځنګ رسنیو خبر ورکړی چې د امریکې او انگلیس جنګی الوتکو د دغه هیواد په ځینو برخو یو ځل بیا یرغل وکړ.
د راپورونو له مخې امریکی او انگلیس جنګي الوتکو د یمن په لویدیځ کې د الحدیده په هوايي ډګر او البحیسی سیمو دوه بریدونه کړي دي.
امریکا او انگلستان په تیرو میاشتو کی په لسګونو ځله په یمن حملې کړی دی.
دا بریدونه وروسته له هغه پیل شول چې یمن د اسراییلو کښتیو ته چې د اشغال شوي فلسطین په لور روان وو، د تېرېدو اجازه ورنه کړه.
د غزې د صهیونیست رژیم د حملو له زیاتیدو وروسته یمن اعلان وکړ چې د فلسطین له خلکو او د مقاومت له ځواکونو په ملاتړ کی به هیڅ اسرائیلی بیړیو او هغو بیړیو ته چې د فلسطین د یرغل هدف دی له سوری بحر او باب المندب تنګی د تیریدو اجازه ورنکړي.
د یمن د انصارالله غورځنګ مشر سید عبدالمالک بدرالدین الحوثی په خپله وروستۍ وینا کې دې مسئلې ته اشاره وکړه او ویې ویل یمنی ځواکونو له تیرو نهو میاشتو راهسې د صهیونیست رژیم اړوند ۱۶۶ بېړۍ د فلسطینی خلک په ملاتړ کی په نښه کړی دی.