افغانستان
د لوړو زده کړو وزارت له ملي پرمختیايی شرکت سره د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړ
د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د دغه وزارت او د ملي پرمختیايي شرکت ترمنځ د همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک شو.
د دغه تفاهم لیک پر بنسټ د ملي پراختیا شرکت په خپلو څیړنیزو پروژو کې هغو محصلینو ته چې له پوهنتونونو څخه فارغیږي د کار زمینه برابروي.
په همدې حال کې د پوهنتونونو یو شمېر استادان د لوړو زده کړو وزارت او د ملي پراختیايي شرکت دغه ګډ اقدام د هېواد د پرمختګ په لاره کې یو اغېزناک او ارزښتناک ګام بولي.
د يادونې وړ ده، چې د غوشتپې کانال د ملي پراختيايي شرکت تر ټولو ستره پروژه ده، چې اوسمهال يې چارې په چټکۍ سره روانې دي.
دغه شرکت اوس هم د کانونو، انرژۍ د تولید، صنعت، کرنې او ترانسپورت په برخو کې د سترو کارونو د ترسره کولو اراده لري.