د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه ۱۶۰ کسان د سرې له امله مړه شوي دي.
په راپور کې راغلي چې په دې موده کې په افغانستان کې د سرې ۳۶زره ۶۱۸ سوه شکمنې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه سازمان په وینا، د ثبت شویو قضیو ۸۰،۱ سلنه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.