د ناتو مشرانو د چهارشنبې په ورځ (دچنگاښ ۲۰) په واشنگتن کې د دغه پوځي اتحاد د ۷۵مې غونډې له پای ته رسېدو وروسته ګډه اعلامیه خپره کړه.
د شمالي اتلانتیک د تړون شورا د دې بیانیې د ځینو برخو په خپرولو سره وویل چې د ناتو غړو په دې بیانیه کې د اوکراین د غړیتوب او د اوږدمهاله مالي ژمنو پر ملاتړ ټینګار کړی دی خو دوی په دغه ائتلاف کې د دغه هېواد د رسمي بلنې له اعلانولو ډډه کړې ده.
په ګډه اعلامیه کې راغلي چې چین “د اوکراین پر وړاندې د روسیی د جګړې توان او ټاکونکی دی”.
د دې اعلامیی پر بنسټ، د ناټو مشران په راتلونکي کې د لا زیاتو دفاعی تجهیزاتو د لرلو په حال کې دي په ځانګړې توګه اوکراین ته اف-16 ورکوي.
خو په دې اعلاميه کې امريکا د روسيی په خاوره کې دننه پر هدفونو د اوکراين د وسلو د کارولو د محدوديت په اړه څه نه دي ويلي او د دغه پوځي تړون د کارپوهانو د څرګندونو پر بنسټ دا لا هم د يوې “ستونزې” په توګه پاتې ده.
خو په دې اعلاميه کې د ناتو غړيتوب ته د اوکراين لاره “نه بدلېدونکې” بلل شوې ده.