سیمه

د اذربایجان جمهور رئیس الهام علی اف به د پنجشنبې په ورځ دچنگاښ په ۲۱مه په دوه ورځنی سفر پاکستان ته ولاړ شي

پاکستانی رسنیو اعلان کړی چې الهام علی اف به په اسلام اباد کې له ولسمشر اصف علی زرداری او لومړي وزیر شهباز شریف سره وګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې سفر موخه د اسلام اباد او باکو ترمنځ د اقتصادی همکاریو پیاوړتیا ده.

د دغه سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو تړونونه هم لاسلیک شي.
تر دې مخکې د پاکستان، ترکیی او اذربایجان مشرانو په قزاقستان کې د یوې غونډې په څنډه کې په اقتصادی او تخنیکي برخو کې پر درې اړخیزو همکاریو ټینګار کړی و.

د پاکستان صدراعظم د اذربایجان له ولسمشر سره په وروستۍ کتنه کې وویل چې هېواد یې د پاکستان او اذربایجان ترمنځ ژورو کلتوري، تاریخی او مذهبی اړیکو ته ارزښت ورکوی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button