افغانستانسیمه

د پاکستان دلومړی وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راځي

پاکستانی رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي، څو د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره د ترهګرۍ پر وړاندې پر ستونزو خبرې وکړي.

پاکستانی رسنیو د ښاغلي ډار له قوله ویلي: زه به په راتلونکو څو ورځو کې افغانستان ته سفر وکړم.

“افغانستان زموږ ورور هېواد دی، موږ تل له افغانستان سره نږدې اړیکې لرلې او اوس به هم لرو.”

تر اوسه اسلامي امارت کابل ته د اسحاق دار د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button