نړۍ

گوترش: نړۍ “زړور او پریکړه کونکی” اقلیم عمل ته اړتیا لري

د ملگرو ملتونو سرمنشی انتونیوگوترش وايي، نړۍ د تودوخې د ښه کولو لپاره “زړور او پرېکړه کونکی” اقدام ته اړتیا لري.

ښاغلي گوترش په X کې لیکلي چې “موږ نشو کولی داسې راتلونکې ومنو چې بډایان په ایرکندیشن کې خوندي وي؛ پداسې حال کې چې پاتې انسانیت د وژونکي اقلیم لخوا اغیزمن کیږي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، سږ کال تر اوسه په ټوله نړۍ کې د گرمۍ څپې سلګونه کسان وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تازه پېښه کې او د راپورونو پر بنسټ په هند کې په وروستیو اوونیو کې د سختې ګرمۍ له امله لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

باید وویل شي، چې اوچا تر دې مخکې په یوه راپور کې ویلي وو، چې که څه هم افغانستان د اقلیم په بدلون کې صفر سلنه رول لري مګر دا د ویجاړونکو اغیزو سره مخ دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکې اندریکا راتواته وویل، د افغانستان خلک د اقلیم په بدلون کې د صفر په سلو کې ګډون سره سره؛ مګر دوی د دې ویجاړونکي اغیزو سره مخ دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button