کرملین: د روسیی پوځ یوازې پوځي اهداف په نښه کوي
د روسیی کرملین د سه شنبی په ورځ په اوکراین کې پر یوه روغتون د بمبارۍ په برخه کې د دغه هېواد پر ضد تورونه رد کړل او ټینګار یې وکړ چې د روسیی پوځ یوازې پوځي اهداف په نښه کوي.
کرملین زیاته کړه: مسکو په واشنگتن کې د ناتو سرمشریزه په دقیقه توګه څاري، په ځانګړې توګه له دې چې دغه اتحاد روسیه خپل دښمن ګڼي او د مسکو ماتې یې یو هدف دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکی پر مسکو تور ولګاوه چې په قصدی ډول د اوکراین په پلازمېنه کې د ماشومانو پر روغتون برید کړی او ادعا یې کړې چې “دا ناشونې ده چې روسیه نه پوهېږي چې د دوی توغندي چېرته روان دي او باید د خپلو جنایتونو په اړه بشپړ ځواب ووایي.”
د اوکراین د سیمه ییزو رسنیو له خوا د خپرو شویو ویډیويي کلیپونو له مخې، د دوشنبی په سهار د اوکراین پلازمېنه د څو زورورو چاودنو له امله ولړزوله او یو شمېر ملکي وګړي ټپیان شول.
په همدې حال کې د روسیی د دفاع وزارت په دې اړه په یوه بیان کې ویلي: د کییف د رژیم د استازو دا ادعا چې روسیی په قصدي توګه پر ملکي سیمو بریدونه کړي، په بشپړه توګه حقیقت نه لري.