نړۍ

په کانګرس کې څلور لوړ پوړو دیموکراتانو استازو د بایډن څخه وغوښتل چې له ټاکنو څخه ووځي

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د امریکا د استازو د مجلس د جګپوړو دیموکراتو استازو په غونډه کې څو تنو ګډون کوونکو ویلي چې د امریکا اوسنی ولسمشر جوبایډن باید د ولسمشرۍ له انتخاباتي کمپاینونو څخه لاس واخلي.

راپور ګیرالډ ناډلر، جوزف موریل، اډم سمت، جیم هیمز، او مارک تاکانو په کانګرس کې د لوړ پوړو دیموکراتانو استازو په توګه یادوي چې بایډن یې د استعفا غوښتنه کړې.

اړونده مقالې

د امریکا په کانګرس کې د ډیموکراټیکو استازو شمیر هره ورځ زیاتیږي چې غواړي جوبایډن د دغه هیواد د ولسمشرۍ له ریس څخه ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې ښاغلی بایډن به له ټاکنیزو کمپاینونو څخه “هیڅکله هم ونه وځي”.

په دې کتنه کې مېرمن پیر د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له ټرمپ سره د بایډن سیالي د امریکا د خلکو لپاره خپله مبارزه وبلله.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button