تازه: | په کابل کې ۴۱ خصوصی ښوونځی له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره بیا پرانیستل شول
د پوهنې وزارت یوه چارواکي په کابل ښار کې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د ۴۱ خصوصي ښوونځیو د بیا پرانستلو د حکم د صادریدو خبر ورکوي او وايي چې د دغو ښوونځیو د پرانستلو بحث د دوحی له غونډې سره هېڅ تړاو نه لري افغانان تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل غواړي.
د دغه وزارت د یوه چارواکي په وینا، د دې لامل چې دا ښوونځي خصوصي دي، د هغې د اعلانولو اړتیا نشته او هغه دا هم زیاته کړه چې د دغو ښوونځیو له خوا د زده کړو لپاره برابر شوی ځای د اسلامي شریعت له نظره مناسب دی.
د دغه وزارت د چارواکو په وینا، نور هغه ښوونځی چې د دغه وزارت له خوا ټاکل شوي معیارونه پوره کولای شي، د بیا پرانیستلو امر به وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې کاله تېرېږي، لا هم د نجونو دولتي ښوونځي له شپږ کلنۍ پورته تړلي دي او د سرپرست حکومت چارواکی تل هڅه کوي، چې د ښوونځيو د پرانيستلو لپاره زمينه برابره کړي.