د پاکستان د تحریک انصاف مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، له افغانستان سره د اړیکو پراختیا د پاکستان لپاره یوه “جدي اړتیا” ده.
عمران خان د پاکستان له خوا د پوځي عملیاتو “عزم استحکام” په اړه زیاته کړه چې دا عملیات به د افغان حکومت له مرستې پرته بې اغېزې وي.