افغانستان
افغان شیعه عالمان: شیعه یان اسلامی امارت خپل ګڼي
ارگ په خپله خبرپاڼه کې اعلان کړی چې د افغانستان د شیعه علماوو یوې ډلې د هېواد د لومړي وزیر له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفی سره وکتل.
ورځپاڼې زیاته کړې چې په دې کتنه کې حجت الاسلام ښاغلي اکبری او حجت الاسلام ښاغلي نوري شولگره یی وویل: علماء، سپین ږیري او شیعه خلک اسلامي امارت خپل ځان ګڼي او په هره طریقه د خپلو نورو ورونو سره په افغانستان کې د اسلامي نظام ملاتړ ته چمتو دي.
مولوي حنفی د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د اسلامي امارت نظام هم د ټولو افغانانو ملکیت دی موږ ټول باید د خپل هیواد او نظام څخه د دفاع او ملاتړ لپاره لاسونه سره یو کړو.