د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو پرېکړه کړې، چې له حماس سره د يرغمل شويو کسانو د خلاصون پر سر د خبرو د بيا پيلولو لپاره يو پلاوى واستوي.
رویترز د اسراییلو د لومړي وزیر د دفتر په حواله راپور ورکړی چې دا پریکړه پرون (پنجشنبه دچنگاښ ۱۴مه) د امریکا له ولسمشر جوبایدن سره د نتانیاهو له تیلفونی خبرو وروسته شوې ده.