د افغانستان د اسلامی امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د شانگهای د همکاریو سازمان غونډه د سیمې په کچه یوه مهمه غونډه وبلله او ویې ویل چې د دغه سازمان غړي هیوادونه له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري.
ښاغلي مجاهد په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه د شانگهای سازمان د غړو هېوادونو غوښتنې ته په غبرګون کې وویل، هېوادونه باید له افغانستان سره د خپلو اړیکو د تنظیمولو په اړه خبرې وکړي.
د هغه په وينا، په افغانستان کې د يوه جامع حکومت جوړېدل يوه داخلي مسئله ده.