د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، دوی به هغه مهال نړیوالو کنوانسیونونو ته ژمن وي چې اسلامی امارت د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې وي او دا کنوانسیونونه له اسلامي شریعت سره سم وي.
ښاغلي مجاهد یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د نجونو د زده کړې مسله د افغانستان داخلي مسله ده او نړۍ باید د دې هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لپاره د عذر په توګه کار واخلي.