د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیالی روزمری ډی کارلو چې د دوحی د دریمی ناستې کوربه و، وویل چې دا غونډه ګټوره وه او په راتلونکي کې د خبرو اترو زمینه هم شته.
هغه زیاته کړه چې د دوحې د غونډو بهیر د اسلامي امارت د تسلیمیدو په لور یو ګام نه دی.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي هم ټینګار کړی، چې هیله لري د نجونو پر زده کړو د بندیز ستونزه ژر حل شي.
خو د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي؛ په دې غونډه کې ټولو حاضرو هېوادونو ته د افغانستان پیغامونه ورکړل شول.
ښاغلی مجاهد همدارنګه زیاتوي، چې افغانستان له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ، له نشه يي توکو سره د مبارزې او د بدیل معیشت په برخو کې د هېوادونو ملاتړ ته اړتیا لري او یادو هېوادونو په دې برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.