سیمه
د چاودنی له امله په بلوچستان کی درې تنه وژل شوي دي
پاکستانی رسنیو ویلي دي چې د پیښې په قربانیانو کې یوه ښځه او دوه ماشومان دي.
د دغو رپوتونو له مخې د بلوچستان د پوليسو قوماندان وويل چې څلور تنه د بلوچستان په توربت سيمه کې د تېرېدو په حال کې وو چې د ښخ کړل شوي ماين چاودنه پرې وشوه.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
دغه راز په يوه بله پيښه کې دخيبرپښتونخوا په جمرود کې دپاکستانی پوځيانو په يوه اډه د راکټي بريد په شپه کې دوه پاکستانی پوځيان وژل شوي دي.
باید وویل شي، چې پاکستان په دې وروستیو کې د امنیتي پېښو او تاوتریخوالي د زیاتېدو شاهد دی.