نړۍ

د متحده ایالاتو نظامی اډې په اروپا کی د “چمتووالی” په حال کی دی

دوو امریکایی چارواکو سی آن آن ته ویلي چې په ټوله اروپا کې د متحده ایالاتو ډیری پوځي اډې “بشپړ خبرتیا” ته اچول شوي او د ځواک محافظت کچه دوهمې لوړې کچې ته پورته شوې.

دسی آن آن په وینا، دا اقدام په اروپا کې د “امریکایی ځواکونو یا نظامي تاسیساتو په وړاندې د برید احتمال” له امله شوی.

اړونده مقالې

یو له دغو امریکایی چارواکو څخه چې په اروپا کې په یوه نظامی اډه کې دی وايي چې دوی په تیرو لسو کلونو کې دومره چمتووالی نه دی لیدلی، هغه زیاته کړه چې د دې کچې چمتووالی پدې معنی دی چې د متحده ایالاتو اردو یو “فعال او تایید شوی گواښ” ترلاسه کړی.

د امریکا د اروپا د قوماندی ویاند دن دی ویلي چې دوی تل هغه بېلابېل عوامل ارزوي چې په بهر کې د امریکا د پوځي امنیت په برخه کې ونډه لري.

هغه له سی آن آن سره په خبرو کې زیاته کړه: “د دې هڅو د یوې برخې په توګه، موږ د خپلو غړو خوندیتوب ډاډمن کولو لپاره اضافي اقدامات کوو.”

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button