افغانستاننړۍ

۹۸ تنه طبی مرسته اروپايی ټولنی افغانستان ته واستوله

یانز لنارچیچ د اروپایی اتحادیی د بحران مدیریت کمیسیون غړی په ایکس کی وویل ؛چې پدې مرستې کې طبي توکی او تجهیزات شامل دي.

د اروپايی ټولنې د کړکېچ د مدیریت د کمېسیون یوه غړي ټینګار کړی چې د افغانستان په مرکزي او شمالي ولایتونو کې لا هم خلک له سېلابونو ژغورل شوي دي.

رافیلا ادویس په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرد دغو مرستو هرکلی وکړ او ویې ویل: نن ۹۸ تنه ادویی او طبی وسایل د بشردوستانه هوايي پل له لارې افغانستان ته راورسېدل هغه وايي چې دغه مرسته به نه يوازې د خوارځواکيو ماشومانو، بلکې د وروستيو سېلابونو له ټپيانو او قربانيانو سره هم مرسته وکړي.

افغانستان ته په رالېږل شویو مرستو کې اروپايي ټولنه وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د ۳۶ الوتنو له لارې ۱۵۷۰ تنه بشري مرستې دغه هېواد ته لېږلي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button