افغانستانسیمه

کابلوف: مسکو اته کاله وړاندې پوهیده چې طالبان به د افغانستان برخلیک ټاکي

د افغانستان لپاره د روسیی ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو اته کاله مخکې پوهیده چې په افغانستان کې به «طالبان» د حکومت واک واخلي.
کابلوف له یوې هندی رسنۍ سره په مرکه کې زیاته کړې، مخکې له دې چې «طالبان» په افغانستان کې واک ته ورسېږي، مسکو ورسره ښې اړیکې درلودل.

هغه وویل، «اجازه راکړئ چې تاسو ته ووایم، شاوخوا اته کاله مخکې چې هغوی کابل ونیول، زه پوهیدم چې دوی به ټول افغانستان ونیسي.»

اړونده مقالې

کابلوف ویلي، مسکو تمه لري چې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو څخه د نړیوالې ترهګرۍ د مخنیوي لپاره لا زیات کار وکړي.

د هغه په وينا، د سرپرست حکومت چارواکو د نشه يي توکو د توليد د کمولو لپاره ډېر اقدامات کړي دي

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button