سیمه

لږ تر لږ ۱۸ کسان د نایجریا په شمال کې په چاودنو کې وژل شوي دي

د نایجریا چارواکي وايي، د دغه هېواد په شمال ختیځ بورنو ایالت کې د څو پرله پسې او وژونکو چاودنو په پایله کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

ویل کیږي چې یوه چاودنه د شنبی په ورځ د واده په مراسمو کې شوې وه چې له امله یې شپږ تنه مړه او ټپیان شوي وو.

د بورنو ایالت اضطراري حالت ویلي چې ځانمرګو بریدګرو د ګوزا په ښار کې پر یوه واده، جنازې او یوه روغتون برید وکړ.

بورنو ایالت د بوکو حرام د اسلامي وسله والې ډلې او د نایجیریا د مرکزي حکومت تر منځ له ۱۵ کلونو راهیسې د جګړې په مرکز کې دی.

ځایي چارواکو ویلي چې د شنبې د ورځې په چاودنو کې د ماشومانو، لویانو او امیندوارو ښځو په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي دي.

ځینو سیمه ییزو رسنیو ویلي چې د مړو شمېر تر دې ډېر دی او د “نایجیریا وینګارډ” او “دی اس دی” ورځپاڼو لیکلي دي چې په دغو چاودنو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button