افغانستاننړۍ

مجاهد: د اسلامي امارت د مسئولینو د تفاهم او حل په موخه د دوحی په غونډه کې ګډون کوي

د اسلامی امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د دوحی په درېیمه ناسته کې به د افغانستان پر داخلي مسایلو خبرې ونه شي.

ښاغلي مجاهد په یوه خبري غونډه کې زیاته کړه چې د افغانستان داخلي مسایل په هېواد پورې اړه لري نه په ملګرو ملتونو پورې.

د اسلامي امارت ویاند ویلي چې د دوحې په دریمه ناسته کې به د اسلامي امارت په اقتصادي مسایلو، محدودیتونو او لاسته راوړنو خبرې وشي.

مجاهد وويل، چې دوى د خپلو شرايطو له امله په دې غونډه کې ګډون کوي، خو په دې اړه يې جزئيات ورنه کړل، چې دغه شرطونه څه دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button