سیمه
د ایران ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته لاری
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند اعلان کړی چې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې به د راتلونکې جمعی په ورځ ترسره شي.
همدارنګه رسنیو راپور ورکړی چې په پرونیو ټاکنو کې د ایرانیانو د ګډون کچه ۴۰ سلنه وه.
په لومړي پړاو کې داکترانو څه باندې ۱۰۴۰۰ زره رایې او جلیلی شاوخوا ۹۴۰۰ زره رایې خپلې کړې.
په دویم پړاو کې به مسعود پزشکیان او سعید جلیلی سیالي وکړي.