د ملګرو ملتونو د سرمنشی ویاند ستیفان دوجاریک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ انتونیو گوترش منځنۍ اسیا ته د خپل سیمه ییز سفر په ترڅ کې نن (شنبه، دچنگاښ ۹مه) ازبکستان ته ځي.
د ښاغلي دوجاریک په وینا، د ملګرو ملتونو عمومي منشي له تاشکند وروسته قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان ته ځي.
منځنۍ اسیا ته د ښاغلي گوترش د سفر موخه د دغو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته او د اقلیم د بدلون په تړاو له پروژو لیدنه ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشی به د شانگهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې چې د روان کال د جولای په څلورمه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړېږي، ګډون او وینا وکړي.