کلتور او تعلیمویډیويي راپور
د غدیر خم د تاریخي پیښې په ویاړ مراسم د سرپل ولایت په مرکز کی
د غدیر خم تاریخي پیښه د امام زاده یحیی علیه السلام په مدرسه کې د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د سرپل او د دغه ولایت د یو شمیر ولسوالیو د دیني عالمانو په پراخ حضور سره ونمانځل شوه.
په دې مراسمو کې ويناوالو د قرآن کريم له سلو څخه زيات اياتونه د غدير خم د تاريخي پيښې ثبوت وګاڼه او د غدير د جشن نمانځل يې د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ د يووالي د ټينګښت په لاره کې يوه مهمه موضوع وبلله او ويې ويل چې په دې ورځ د لوى خداى (ج) له دربار څخه خدای د اسلام دین بشپړ کړ او انسانیت یې پای ته ورسوه.