افغانستاننړۍ

اوچا: د افغانستان د بشری مرستو صندوق په ۲۰۲۳ کال کې له ۸۱ میلیونو دالرو زیاتې مرستې ترلاسه کړې

اوچا ویلي دي چې په افغانستان کې لا هم شاوخوا ۲۵ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغه اداره دا هم زیاتوي چې په دې پیسو سره په افغانستان کې میلیونونه خلک له بشري مرستو برخمن شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروگرام تر دې مخکې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د افغانستان یو پر څلورمه برخه خلک هره ورځ له لوږې سره ویده کېږي او په دغه هېواد کې له ۱۲ میلیونو ډېر خلک نه پوهېږي، چې خپل راتلونکی خواړه چېرته ترلاسه کړي.

د یادولو وړ ده چې (اوچا) تیره میاشت په خپل راپور کې په افغانستان کې د ژوند او خوراکي توکو امنیت “جدي” بللی و.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button