افغانستاننړۍ

امیر خان متقی د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د یوناما له مشری روزا اتنبایوا سره وکتل

په دې کتنه کې دواړو لورو په دوحه کې په راتلوونکې غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون ترڅنګ؛ دغه راز د دغې غونډې پر اجندا او نورو اړوندو موضوعاتو هم خبرې وکړ.

مولوی امیرخان متغی وویل، په دې غونډه کې د اسلامي امارت د ویاند مولوی ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت د پلاوی مشري، د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د افغانستان د مرکزي بانک رئیس او مرستیالانو ګډون درلود په دې غونډه کې به په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر استازي ګډون وکړي.

له بلې خوا په کابل کې د یوناما مشر د دوحې راتلونکې ناسته د ټولو خواوو د نظریاتو د شریکولو لپاره یو ښه فرصت وباله.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button