نړۍ
مارک روته د ناتو عمومی منشي شو
د هالند پخوانی لومړی وزیر مارک روته د ناتو د ۳۲ غړو هېوادونو په تصویب سره د شمالی اتلانتیک د تړون د سازمان د عمومی منشی په توګه وټاکل شو.
د چهارشنبی په ورځ د ناټو د غړو هېوادونو استازو د دغه سازمان د ولسمشرۍ لپاره یوازینی نوماند ته رایه ورکړه او په دې توګه به ۵۷ کلن مارک روت د روان کال د اکتوبر له لومړۍ نیټې د جینز ستولتنبرک ځای ونیسي.