د افغانستان لپاره د اروپايی ټولنې استازې رافایلا ایودیس د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره د افغان ښځو مبارزه ستایلې ده.
هغې د دیپلوماسی په برخه کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله X پاڼه کې لیکلي: “له هغه وخت راهیسې چې زه افغانستان ته راغلم، ما له ډېرو با ثباته، زړورو او زیارکښو ښځو سره ولیدل چې د دې هېواد د راتلونکي د جوړولو هوډ لري.”
دا په داسې حال کې ده چې د جون ٢٤مه په دیپلوماسی کې د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده.