افغانستان
په پکتيا کې د غره د ښويېدو له امله په پکتیا د يوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي
د پکتيا په جاني خیل ولسوالۍ کې د غره د ښويېدو له امله د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي چې دوه يې ښځې او پنځه ماشومان دي.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دا ناڅاپي پېښه پرون (یکشنبه، د چنگاښ درېیمه) رامنځته شوه.