په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمی استازي مرستیال رابرت وود له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږي.
نوموړي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د نجونو پر زده کړو بندیز ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د دغه بهیر دوام به د افغانستان پر راتلونکو نسلونو منفي اغېز وکړي.
هغه ویلي دي چې «په ښځو او نجونو باندې د اسلامي امارت د بندیزونو له امله اوښتی زیان له پامه نه غورځول کیدی.»
رابرت وود ټینګار وکړ چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره یوازې سیمه ییزې اړیکې او همکارۍ کافي نه دي او نړیواله ټولنه باید خپل رول ولوبوي.