د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیی دایمي استازي واسیلی نبنزیا ویلي، له اسلامي امارت سره له خبرو پرته په افغانستان کې دایمي سوله ناشونې ده.
نبنزیا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې زیاته کړه چې د دې مسلې لپاره بل بدیل نشته.
هغه دا هم وویل چې مسکو په افغانستان کې د داعش خراسان د ترهګریزو فعالیتونو د دوام له امله د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښمن دی.