افغانستانکلتور او تعلیم

د افغان حاجيانو د لومړي کاروان کابل ته راستنېدل

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له سعودی عربستان څخه د افغان حاجيانو د لومړی کاروان چې له پکتيا او پکتيکا ولايتونو څخه ۳۴۶ حاجيان په کې شامل وو، د کابل هوايي ډګر ته د رسېدو خبر ورکړ.

د اسلامی امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتی دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې هره ورځ له سعودی عربستان څخه هېواد ته په منظم ډول نور حاجيان لېږدول کېږي.

تر دې مخکې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی و، چې سږ کال له افغانستان څخه په ۹۴ الوتنو کې شاوخوا ۳۰ زره حاجیان سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button