افغانستاننړۍ

په ملگرو ملتونو کې د امریکا د استازی مرستیال: نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمی استازي مرستیال رابرت وود له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږي.

نوموړي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د نجونو پر زده کړو بندیز ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د دغه بهیر دوام به د افغانستان پر راتلونکو نسلونو منفي اغېز وکړي.

هغه ویلي دي چې «په ښځو او نجونو باندې د اسلامي امارت د بندیزونو له امله اوښتی زیان له پامه نه غورځول کیدی.»

رابرت وود ټینګار وکړ چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره یوازې سیمه ییزې اړیکې او همکارۍ کافي نه دي او نړیواله ټولنه باید خپل رول ولوبوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button