په واشنگتن کې د پاکستان سفیر مسعود خان له امریکا غوښتي چې د پاکستانی طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره له پاکستان سره سمدستی پوځي مرستې وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې له ملي ورځپاڼې سره په مرکه کې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې پاکستان د اقلیم د بدلون له اغیزو سره د مبارزې لپاره سل ملیارد دالرو ته اړتیا لري.
هغه یو ځل بیا ادعا وکړه چې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه له افغانستان کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامی امارت چارواکو تل دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.