سیمه

قهرجنو لاریون په پاکستان کی یو سړی د قرآن کریم د سوځولو په تور وژلی دی

پاکستانی چارواکو اعلان کړی، چې د پنجشنبی په ورځ (دغبرگولی ۳۱مه) د قهرجنو لاریون له خوا د قرآن کریم د سوځولو په تور یو پاکستانی وګړی وژل شوی دی.

د پولیسو یوې سرچینې د فرانسوی خبری آژانس ته وویل چې د سیمې اوسېدونکو تورن سړی نیولی او بیا پولیسو مداخله وکړه او محکمې ته یې وسپاره.
خو د جوماتونو له هڅولو سره خلک جومات ته نږدې راټول شول او پر جومات یې ډبرې وغورځولې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پوليسو د خلکو د خورولو لپاره هوايي ډزې وکړې، چې له امله يې ګڼه ګوڼه زياته شوه لاریون دغه سړی بهر ته کش کړ او په لرګیو یې ووهلو او وواژه.

سرچينې زياته کړه، چې وروسته يو شمېر کسانو د هغه پر بدن تېل اچولي او اور يې ورته اچولى دى.

د يادونې وړ ده، چې دا پېښه تېره ورځ د خيبر پښتونخوا ايالت په مدين سيمه کې رامنځته شوې ده.

يوه ځايي چارواکي هم دغه پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې د دغه سړي له وژلو وروسته قهرجنو لاريون کوونکو پر پوليسو د ډبرو ګوزارول پيل کړل او له سيمې يې وتلو ته اړ کړل.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button